د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د اکتوبر په پنځمه نېټه د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره وکتل. دواړو خواوو د فرانسې او امريکا ترمنځ د اړيکو د حل او متقابل باور د اعادې په باب خبرې کړې دي.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلاميه وايي چې ماکرون له بلينکن سره د فرانسې او امريکا ترمنځ د باور بيا ټينګولو په موخه کتلي دي. دواړه هېوادونه به د اروپايي ټولنې او ناټو ترمنځ د همکاريو، د افريکا د سهيل مسئلې او د هند او ارام سمندر سيمې په باب همغږۍ ته ادامه ورکړي.
د فرانسې خبري رسنيو خبر ورکړی چې د بلينکن د دغه سفر موخه د اګيست په پای کې د ماکرون او جوبايډن ترمنځ د کتنې لپاره د تياري نيول دي، خو فرانسه د ده دغه سفر ته ليواله نه وه. (غاټول)