ايران له امريکا او اروپا څخه وغوښتل چې پر دغه هېواد لګېدلي بنديزونه لغوه کړي
cri2021-10-06 12:41:23
شريکول:

د ايران ملي تلويزيون د اکتوبر په پنځمه نېټه خبر ور کړی چې د دغه هېواد د نفتو وزير جواد اوچي په دې وروستيو ورځو کې له امريکا او اروپا څخه غوښتی چې پر دغه هېواد لګېدلي بنديزونه لغوه کړي تر څو په نړۍ کې د انرژۍ روان بحران لېرې شي.

اګي د اګيست په څلورمه نېټه د اوپيک(OPEC) غړو او له اوپيک پرته هېوادونو د وزيرانو له ۲۱مې غونډې وروسته وويل چې امريکا او ځينو اروپايي هېوادونو له څو کلونو راهيسې د ايران د نفتو د صادراتو مخه نيولې، چې د دوی دغې يوې اړخيزې کړنې نه يوازې ايران بلکې امريکايي او اروپايي خلکو ته هم زيانونه رسولي دي.

نوموړي زيات کړې چې ايران غواړي د نفتو توليدي اندازه زياته کړي تر څو په نړۍ کې د انرژۍ بازار په ثابت ډول روان شي. د امريکا او اروپايي هېوادونو د تګلارې طرح کوونکي بايد له روان کړکيچ څخه درس واخلي او پر ايران لګېدلي بنديزونه دې لغوه کړي تر څو د انرژۍ نړيوال بحران لېرې شي. (غاټول)