د روغتيا نړيوال سازمان: په ۱۹۲ هېوادونو او سيمو کې خلک د کرونا پر ډلټا ويروس اخته شوي
CRI2021-10-06 14:40:14
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۵مه نېټه د کرونا وبا اونيز راپور خپور کړ، چې له مخې يې په تېره اونۍ کې په ټوله نړۍ کې د کرونا د نويو پيښو شمېر او د کرونا له امله د مړه شويو کسانو شمېر دواړه په دوامداره توګه ټيټ شوي دي.

په دغه راپور کې په تېره اونۍ کې په ټوله نړۍ کې د کرونا د نويو پيښو شمېر له ۳ ميليونو او  ۱لکو څخه زيات ښودل شوی دی، چې په اروپا کې د کرونا د نويو پيښو شمېر زيات شوی، خو په نورو هېوادونو او سيمو کې بيا دغه شمېر ټيټ شوی دی. په افريقا کې د کرونا د نويو پيښو شمېر د تېرې اونۍ په پرتله ۴۳ سلنه ټيټ شوی دی. په تيره اونۍ کې په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۵۴زرو څخه اوښتی و، چې دا د تېرې اونۍ د مړينې شمېر مخکې په پرتله ۴سلنه ټيټوالی ښيي.

په تيره اونۍ کې په امريکا، بريتانيا، ترکيې، روسيې او هند کې د کرونا د نويو پيښو شمېر تر ټولو زيات و. اوس په ۱۹۲ هېوادونو او سيمو کې زياتره خلک د کرونا پر نوې بڼې (ډيلتا) ويروس اخته شوي دي.