په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال له اړوندو هېوادونو څخه وغوښتل، چې ختيځ ترکستان د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي
cri2021-10-07 11:31:46
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ  قانوني کمېټې د اکتوبر په شپږمه نېټه په نړۍ کې د تروريزم د له منځه وړلو د اقداماتو په اړه مباحثوي غونډه ترسره کړه. په دغه سازمان کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ يادې غونډې ته په وينا کې له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې ختيځ ترکستان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې بيا شامل کړي..
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې ختيځ ترکستان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لخوا  نړیواله ترهګره ډله پېژندل شوې او اوس په سوريه کې د دغې ډلې تر زرو زيات جنګيالي فعال دي او په افغانستان کې يې هم سلګونه جنګيالي ميشت دي او له القاعدې ډلې سره هم نږدې اړيکې ساتي. ځينو هېوادونو د خپلو پټو موخو لپاره دغه ډله د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ايستلې، چې د دوی دغه کړنه د دوه ګونو معيارونو ښودنه کوي.
ګنګ شوانګ وويل، چې د افغانستان وضعيت پدې وروستيو ورځو کې ډېر بدل شوی دی، چين پر طالبانو غږ کړی، چې له ترهګرو ډلو سره دې خپلې اړيکې غوڅې کړي او له نړيوالې ټولنې څخه يې هم غوښتي، چې خپلمنځي يووالی او همغږي دې پياوړی کړي او په افغانستان کې دې د ختيځ ترکستان په شمول د ترهګرو ډلو د نفوذ د پراختيا مخه ونيسي، څو افغانستان نور د ترهګرو پټنځی او سرچينه ونه ګرځي.

ښاغلي ګنګ شوانګ زياته کړه، چې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره بشري او د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخې کې مرستې وکړي.