هغه امريکايي سرتېری په شپږو جرمونو متهم شوی چې په افغانستان کې د مړه شوو امريکايي سرتېريو له امله يې امريکايي پوځي چارواکي غندلي
cri2021-10-07 11:23:39
شريکول:

د امريکا فوکس نيوز د خبر له مخې، امريکايي سرتېری سټورټ سکيلر (Stuart Scheller) چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو په موده کې د ۱۳ سرتېريو د مړينې له امله د ټولنيزو رسنيو پر خپلو پاڼو يې امريکايي پوځي چارواکي غندلي، په شپږو جرمونو متهم او د ځانګړې پوځي محکمې تر محاکمې لاندې نيول شوی دی.

د امريکا پوځي اداره وايي چې سرتېري بايد په ټولنيزو رسنيو کې  پوځي چارواکي ونه غندي، خو عام خلک بيا مختلف نظر ښيي او د سټورټ سکېلر د دفاع لپاره د پيسو راټولولو په لټه کې دي.