په بلوچستان کې زلزلې ۲۰ تنه وژلي
CRI2021-10-07 14:54:37
شريکول:

د پاکستان رسنيو د اکتوبر په ۷مه نېټه خبر ورکړی، چې د همدې ورځې په سهار د دې هېواد په بلوچستان ايالت کې زلزله شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور تنه ټپيان شوي دي.

د پاکستان د زلزلې د څار مرکز د معلوماتو له مخې، ياده زلزله په ځايي وخت د ۷مې نېټې د سهار په ۳ بجو او ۱ دقيقې شوې، چې د ريختر کچه يې ۵.۹ درجه وه.

ځايي رسنيو د بلوچستان د اړوند ادارې د خبر په حواله ويلي، چې د دې زلزلې له کبله ډېرې ودانۍ ويجاړې شوي او په سيمه کې مرستندويه کارونه روان دي.