امريکا له څلور کلن ځنډ وروسته د اټومي کوپړيو شمېر اعلان کړ
CRI2021-10-07 14:29:12
شريکول:

د امريکا حکومت د اکتوبر په ۵مه نېټه يوه شميرنه خپره کړه، چې له مخې يې د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر تر پايه پورې په دغه هېواد کې د اټومي کوپړيو شمېر ۳۷۵۰ ښودل شوی. امريکا له څلور کلن ځنډ وروسته د اټومي کوپړيو شمېر اعلان کړی.

د شميرنې له مخې، د ۲۰۲۰ م کال د سپتمبر تر ۳۰ مې نيټې پورې د ۲۰۲۰ م په مالي کال کې په دغه هېواد کې د اټومي کوپړيو شمېر ۳۷۵۰ ته رسيدلی، چې د ۲۰۱۹ م کال د همدې مودې په پرتله ۵۵ کم شوی دی.