روسيه به په اکتوبر کې د افغانستان سرحدي سيمې ته نژدی درې ګډ نظامي تمرينونه تر سره کړي
CRI2021-10-07 14:29:40
شريکول:

د روسيې د خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې د منځنۍ نظامي سيمې مطبوعاتي مرکز د اکتوبر په ۵مه نېټه خبر ورکړی، چې دغه هېواد به په اکتوبر کې د افغانستان سرحدي سيمې ته نژدې د اجتماعي امنيت سازمان د غړو تر منځ درې ګډ نظامي تمرينونه تر سره کړي.

دغه درې نظامي تمرينونه به د افغانستان او تاجکستان تر منځ سرحدې کرښې ته نژدې په تاجکستان کې تر سره شي. د روسيې، ارمنيا، بلاروس، قزاقستان، قرغيزستان او تاجکستان سرتيري به په دغو تمرينونو کې برخه ولري.

د افغانستان د حالاتو خرابېدو سره د روسيې، ازبکستان، تاجکستان په شمول د اجتماعي امنيت سازمان غړو هېوادونو په تېر اګست کې هم څو ځلې نظامي تمرينونه تر سره کړي دي.