يانګ جي چه د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو له مرستيال جاکي سوليون سره ملاقات وکړ
CRI2021-10-07 14:28:21
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دې کميټې د بهرنيو چارو د کاري کميسيون د دفتر مشر يانګ جي چه د اکتوبر په ۶مه  نېټه د سويس په زوريچ کې د امريکا د ولسمشر جو بايډن د امنيتي چارو له مرستيال جاکي سوليون سره ملاقات وکړ. دواړو خواوو د چين او امريکا تر منځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په هکله په هراړخيزه، صميمي او ژوره توګه د نظريو تبادله وکړه. دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه، چې د تېر سپتمبر په لسمه نېټه د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د تليفونې خبرو پر مهال شوې موافقې به تطبيق کړي، خپلمنځي ستراتيژيکي تماسونه به پياوړي کړي، په ښه توګه به خپلمنځي توپيرونه کنټرول او حل کړي، د دواړو خواوو تر منځ د نښتو او مقابلو مخنيوی به وکړي، ګډې ګټې به ولټوي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ هڅونه به وکړي.

يانګ جي چه په اشارې وويل، چې چين او امريکا خپلمنځي اړيکو ستونزې په ښه توګه حلولی شي او دا د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو د خلکو د بنسټيزو ګټو او حتې د نړۍ له راتلونکې سره هم ټينګ تړاو لري. د چين او امريکا همکارۍ به دواړو هېوادونو او نړۍ ته ګټې ورسوي. برعکس د دواړو هېوادونو مقابلې به دواړو هېوادونو او نړۍ ته زيانونه ورسوي. چين د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو له سيالۍ سره مخالفت کوي.

يانګ جي چه وويل، چې چين په وروستې موده کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو په هکله د امريکا د ولسمشر جو بايډن رغندې نظريې ته په درنه سترګه ګوري، ورته پاملرنه کوي، چې ايا امريکا به د چين د پرمختګ د مخنيوي نظر او د نوې سړې جګړې نيت نه لري. چين هيله لري، چې امريکا د چين په اړه واقعي او عاقلانه تګلارې غوره کړي، له چين سره يو د بل مرکزي ګټو او مهمو پاملرنو درناوی وکړي، يو د بل د احترام کولو، په سوله کې د ګډ ژوند او د همکاريو له لارې د ګډو ګټو پر لارې قدم واخلي.

امريکا د يو چين د پيژندلو پر تګلارې ټينګار کړی دی. دواړو خواوو د اقليمي بدلون او د ګډو علاقې وړ سيمه ايزو مسئلو په هکله هم د نظريو تبادله وکړه.