په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازی: يووالی او همکاري د اوسني بحران پر وړاندې يوازېنی انتخاب دی
CRI2021-10-07 14:57:57
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ د اکتوبر په شپږمه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلۍ د دويمې کميټې په مباحثوي غونډه کې د ګيني د استازي له هغې وينا څخه ملاتړ وښود، چې د ۷۷ هېوادونو ډلې او چين په استازيتوب يې کړې ده. دای بينګ پر دې ټينګار وکړ، چې يووالی او همکاري د اوسني بحران پر وړاندې يوازېنی انتخاب دی.

دای بينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د کرونا وبا د خپرېدو له امله د بېوزلۍ د له منځه وړلو او نورو برخو کې د نړۍ لاسته راوړنې زيانمنې شوي، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا جريان نابرابر روان دی او د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا تطبيق له نويو ننګونو سره مخ شوی دی. يووالی او همکارۍ د دغو اوسنيو ستونزو پر وړاندې يوازېنی انتخاب دی. نړيواله ټولنه بايد د دواملرونکي پرمختګ او د يادې اجنډا د پلې کولو لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې بېلا بېل هېوادونه دې د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړي او د کرونا وبا د وقايې او کنترول او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه دې جامع پلان غوره کړي. نړيواله ټولنه بايد د واکسين له نېشناليزم څخه ډډه وکړي او د کرونا وبا ضد واکسين دې داسې نړيوال عامه توليد وګرځوي چې هر څوک ورته لاسرسی پيدا کړي.