د سويډن د رويال ساينس اکاډمۍ د اکتوبر په ۶ مه نېټه جرمني ساينسپوه بنيامين ليست (Benjamin List) او بريټانوي ساينسپوه ډاويډ مېکميلان(David MacMillan) ته د ۲۰۲۱ م کال د کيميا نوبل جايزه ورکړه.
نوموړې اکاډمۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دواړو ساينسپوهانو د ماليکول(molecule) د جوړولو يوه وسيله چې اورګانوکاټليسیس(organocatalysis) نومېږي، جوړه کړې، چې د درملو په څېړنې کې کار اخيستل کيږي.
بنيامين ليست په ۱۹۶۸ م کال کې د جرمني په فرانکفورټ کې زېږدلی او اوس په دغه هېواد کې د سکرو د يوه څېړنيز مرکز د مشر په توګه دنده ترسره کوي. ډاويډ مېکميلان په ۱۹۶۸ م کال کې د بريټانيې په بېلشيل کې زېږېدلی او اوس د امريکا په پرينسټن پوهنتون کې د پروفيسر په توګه دنده ترسره کوي.