د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا د افغانستان د سولې او بيارغونې مسئوليت لري
CRI2021-10-08 22:39:03
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په اتمه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې  امريکا شل کاله مخکې د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه افغانستان ته ځواکونه وليږل او په افغانستان کې يې پوځي مداخله وکړه، د دغه هېواد ملي حاکميت او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې زيانمن کړل او هلته يې د بشر دوستۍ ناورين جوړ کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې امريکا د افغانستان مسئلې جوړوونکې ده او  د سولې او بيارغونې مسئوليت يې هم بايد پر غاړه واخلي او له دغه هيواد سره د مرستو دنده دې د نړيوالې ټولنې پر اوږو نه پرېږدي.  نوموړي په اشارې وويل، چې امريکا بايد په راتلونکې کې داسې تېروتنه بيا ونه کړي، چې په خپله خوښه پر نورو هېوادونو نظامي بريدونه  وکړي او خپلې ارادې پرې مسلطې کړي.