په روم کې د جي شل اوومه غونډه روانه ده
CRI2021-10-08 09:59:35
شريکول:

د جي شل اوومه غونډه چې دوه ورځې به دوام ولري، د اکتوبر په اوومه نېټه د ايټاليا په پلازمينې روم کې پرانيستل شوه. په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې به د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د ټولنې، اقتصاد او دواملرونکي پرمختګ په شمول د څو موضوعاتو او د بېلا بېلو هېوادونو د قانون جوړولو ارګانونو د وړ رغنده رول په هکله بحثونه وشي.

د ايټاليا صدراعظم ماريو ډراګي د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د کرونا وبا په هکله وويل، چې که څه هم شتمن هېوادونه د کرونا ضد کافي واکسين لري، خو لږ شمېر خلک يې نه غواړي دغه واکسين وکړي، خو په ځينو ټيټ عايدات لرونکو هېوادونو کې د دغه واکسين د تقضا اندازه محدوده ده.  د بېلا بېلو هېوادونو پارلمانونه بايد د دغه واکسين د ويشلو چارې روښانه کړي، د دغه واکسين د اسراف مخه ذې ونيسي او له حکومتونو سره دې مرسته وکړي، د واکسين کولو په اړه ځيني ناسم معلومات دې ليري کړي او په ټوله نړۍ کې د دغه واکسين کولو بهير دې چټک کړي.