امريکايي چارواکي بايد د چين او امريکا د مشرانو لارښوونې تطبيق کړي
cri2021-10-08 14:54:41
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي يانګ جيې چه د اکتوبر په ۶مه نېټه د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو له سلاکار جاکي سوليون سره د سويس په زوريچ کې وليدل او موافقه يې وکړه، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو هغه لارښوونې به تطبيق کړي، چې د سپتمبر په ۱۰مه نېټه يې په ټليفوني خبرو کې کړې وې.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تېر سپتمبر کې له خپل امريکايي سيال جوبايډن سره په ټليفوني خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې بايد پر ښه لوري روانې شي او دواړه هېوادونه بايد د دې لپاره اغېزمن تدبیرونه ونيسي. جوبايډن هم په ټليفوني خبرو کې له چين سره د همکارۍ رويه څرګنده کړې وه.

په زوريچ کې له جاکي سوليون سره د ښاغلي يانګ جيې چه مخامخ ليدنه، د شي جين پينګ او جوبایډن د موافقې د تطبیق لپاره یو عملي ګام ګڼل کېږي. دواړو خواوو د خپلمنځي همغږۍ د پياوړتيا، د اختلافاتو د ښه کنټرول، له جنجالونو څخه د ډډه کولو او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د ژورتيا په هکله ښې رويې څرګندې کړي او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه پرمخ وړلو پوښتنې ته يې مثبت ځواب ورکړی دی.

د چين او امريکا اړيکې په دې وروستيو کلونو کې ډېرې خرابې شوي او لامل يې دا ښودل شوی، چې امريکا د چين پر وړاندې ناسمه ستراتيژي پرمخ وړي. نو د امريکا او چين خپلمنځي ستراتيژيکه همغږي پياوړې کول او د دواړو لوريو ناسمې نظريې تنظيمول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو مهم ټکي دي.

امريکا بايد په دې ښه وپوهېږي، چې له چين سره يې همکارۍ د ګډو ګټو پر بنسټ روانې دي. له يوې مودې راهيسې، د امريکا په کور دننه داسې ناسم او له واقعيته لرې نظر موجود و، چې ګواکې چين له امريکا سره په سوداګريزو هلو ځلو کې ډېرې ګټې تر لاسه کړې دي. د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز ارزښت په ۱۹۷۹م کال کې یوازې 2.5 ميليارډه ډالره و او په ۲۰۲۰م کال کې دغه شمېر 629.5 ميليارده ډالره ښودل شوی دی. په چين کې د امريکايي سوداګرو ټولنې څو ورځې مخکې د یو راپور په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې د چيني بازار په اړه د امريکايي تصديو د خوشبېنۍ رویه د کرونا وبا تر رامنځته کېدو مخکې سویې ته اعاده شوې او له ۳ کلونو راهيسې ډېرې لوړې سويې ته رسېدلې ده. که په دغو سوداګريزو اړيکو کې یوازې چين ګټې تر لاسه کړې وي، نو ولې د امريکا تصدۍ د چين بازار ته دومره پاملرنه کوي؟

ډاکټر هنری کيسنګر ((د امريکا نړيواله ستراتيژي)) په نوم کتاب کې ليکلي، چې د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ یوې خوا ته د بلې خوا خيرات نه دی، بلکې همکارۍ یې دواړو خواوو ته ګټې رسوي.

برسيره پر دې، امريکا بايد د چين کورنۍ او بهرنۍ تګلارې او ستراتيژۍ ښې سمې وپېژني. چين څو ځلې ويلي، چې له امريکا سره د چېلنج يا د امريکا ځای نيولو نیت نه لري، بلکې ځان ته د پرمختګ نوې لارې ګوري. چین زورواکي نه غواړي، یوازې غواړي د پرمختګ او سمسورتيا له لارې د چینایانو د ژوند سویه نوره هم لوړه کړي. د امريکا ځيني سياستوال چین خپل ستر ستراتيژيک سيال بولي او غواړي خپلې ستونزې پر چين واچوي او دا د دوی بيخي ناسمې او بې ځایه هلې ځلې دي.

د يادولو وړ ده، چې امريکې په دې وروستيو کې له چين سره په اړيکو کې ځينې فعالې رویې هم څرګندې کړي، مثلا امريکايي چارواکي وايي، چې د چین د پرمختګ د مخنيوي نیت يې پرېښودلی، د یو چين پر پېژندنې یې ټينګار کړی او داسې نور ګامونه يې پورته کړي دي، خو چين تمه لري، چې امريکا بايد دا هر څه په وينا کې نه، بلکې په عمل کې يې بايد وښيي، مثلاً د چين حاکميت، امنيت او ګټو ته بايد درناوی وکړي، ځکه همدا د چين او امريکا د اړيکو د عادي کېدو مهم بنسټ دی.