د چين استازی : د چينايانو هوسا ژوند، خوشحالي او موسکا د بشري حقونو وضعيت منعکسوي
CRI2021-10-08 10:40:43
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اکتوبر په اوومه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶ مې عمومي اسمبلۍ د درېيمې کمېټې مباحثوي غونډې ته په وينا کې وويل، چې د چينايانو هوسا ژوند او له خوشحاليو ډکه موسکا يې د خپلو بشري حقونو وضعيت منعکسوي، چين د نورو د مداخلې له امله خپل پرمختګ نه شي بندولی او د امريکا او ځينو نورو هېوادونو بې ځايه تورونه نه مني.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې له عدالت او بشري حقونو څخه برخمن کېدل د ټولو انسانانو ګډ آرمان او هم د چينايانو موخه ده. چينايانو د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې له خپلو حالاتو سره سم د پرمختګ لاره موندلې، استقلال او خوشحالي يې ترلاسه کړی، د خپل سرنوشت د ټاکلو حق يې بېرته اخيستی او ډيموکراسي، بشري حقونه، ازادي او عدالت يې هم رامنځته کړي دي. چينايانو نه يوازې د خپلو بشري حقونو چارو ته پرمختګ ورکړی، بلکې د نړۍ د بشري حقونو د ساتلو لپاره يې هم ډېر خدمتونه کړي دي.