د يانګ جيې چه او سوليون ترمنځ ملاقات رغنده و
CRI2021-10-08 17:31:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دې کميټې د بهرنيو چارو د کاري کميسيون د دفتر مشر يانګ جيې چه د اکتوبر په ۶مه نېټه د سويس په زوريچ کې د امريکا د ولسمشر جو بايډن د امنيتي چارو له مرستيال جاک سوليوان سره ملاقات وکړ.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۸مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د ياد ملاقات په اړه وويل، چې ياد ملاقات رغنده او په ښه فضا کې شوی او د متقابل تفاهم د ژورېدو لپاره ګټور دی.

يانګ جيې چه له جاک سليوان سره په ياد ملاقات کې ويلي، چې امريکا بايد په دې پوه شي چې دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري او د چين کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ او موخې دې ښې وپېژني. چين دغه خبرې نه مني، چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په سيالۍ کې دي.

په ياد ملاقات کې يانګ جيې چه بيا هم د تايوان، هانکانګ، شینجيانګ، شي زانګ، جنوبي سمندر او بشري حقونو په برخو کې د چين دريځ په ډاګه کړی. هغه له امريکا څخه غوښتي، چې د چين حاکميت، امنيت او پرمختګ ته درناوی وکړي او د يادو مسئلو په پلمه دې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي.