لي جان شو د جي شل د غړو هېوادونو د پارلماني مشرانو په اوومه غونډه کې انلاين ګډون وکړ
CRI2021-10-08 09:59:11
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر  لي جان شو د اکتوبر په اوومه نېټه بېجينګ کې د خلکو له لوی تالار څخه په انلاين ډول د جي شل د غړو هېوادونو د پارلماني مشرانو په غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

لي جان شو په اشارې سره وويل، چې اوسمهال په ګردې نړۍ کې کرونا وبا خپريږي او نړۍ له نويو بدلونونو او ننګونو سره مخ ده. د دغې غونډې لومړی هدف ولس دی، چې له اوسني حالت سره څخه ووځي. د جي شل د غړو هېوادونو د قانون جوړولو ادارې بايد ولس ته د پاملرنې ورکولو او د مهمو نړيوالو اقتصادي او ټولنيزو مسئلو د حلولو په چارو کې ځانګړی او مهم رول ولوبوي.

لي جان شو د دغې ډلې د بېلا بېلو هېوادونو د قانون جوړولو ادارو تر منځ د تګ راتګ او همکاريو په هکله درې فقره اييز وړانديزونه وکړل: لومړۍ د قانون جوړولو ادارې دې په يووالي او علمي لارو چارو له کرونا وبا سره مبارزه وکړي. دويم يادې ادارې دې د شين او سالم نړيوال پرمختګ هڅونه وکړي. درېيم دغه ادارې دې پر ريښتني څو اړخيزم ټينګار وکړي او د نړيوالې ادارې سيستم بشپړ کړي.