د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس د اکتوبر په اوومه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د امريکا او چين تر منځ په اړيکو کې سيالۍ او هم همکارۍ شتون لري، امريکا غواړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تضادونو د کموالي او لرې کولو لپاره له چين سره رغندنه خبرې اترې وکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د اقليمي بدلون په برخه کې د چين او امريکا تر منځ د همکاريو پر مهم اهميت ټينګار وکړ او و يي ويل، چې امريکا او چين بايد د شنو ګازو د لويو خپروونکو هېوادونو په توګه له اقليمي بدلون سره د مقاومت مسئولانه اقدامات غوره کړي. (شکريه)