د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په اتمه نېټه په دغه هېواد کې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په اړه سپین کتاب خپور کړ.
د چین د ايکولوژۍ او چاپيريال ساتنې وزارت معين جاو ينګ مين د دغه سپين کتاب د خپرولو مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې وويل، دا لومړی ځل دی چې چين د يوه سپین کتاب په خپرولو سره د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په برخه کې د خپلو چارو په اړه هراړخيز معلومات ورکوي. په دغه سپين کتاب کې د چين اړوندې مفکورې، اقدامات، لاسته راوړنې، همدارنګه په نړۍ کې د بيولوژيکي د ساتلو لپاره د چين خدمتونه او تجربې ښودل شوې دي. نوموړي زياته کړه، چې دغه کتاب به خلک وهڅوي، چې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو لپاره کار وکړي، څو اړوند اداري بهير لاګړندی شي.