د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير او د ملګرو ملتونو سرمنشي د کرونا ضد واکسين د تطبيق نړيواله ستراتېژي وړاندې کړه
CRI2021-10-08 10:27:20
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ادهانوم تدروس د اکتوبر په اوومه نېټه د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوتريس سره په ګډه په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین د تطبيق نړیواله سترتېژي وړاندې کړه، چې له مخې به يې د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې په ټولو هېوادونو کې کابو ٪۴۰ نفوس واکسین وکړي او د ۲۰۲۲م کال تر نيمايي پورې به د واکسين شوو کسانو شمېر ٪۷۰ ته لوړ شي.

ادهانوم تېدروس او انټونيو ګوتريس په همدې ورځ په يوه انلاين خبري ناسته کې ياده ستراتېژي اعلان کړه او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې لومړی دې د ټيټ عايد لرونکو هېوادونو، په تېره بيا افريقايي هېوادونو ته واکسين برابر کړي

تدروس په خپلو خبرو کې وويل، چې تراوسه په ټوله نړۍ کې تر ۶ ميليارډو او ۴۰۰ ميليونو دوزو زيات د کرونا ضد واکسینونه خلکو ته تزريق شوي او د نړۍ يوه پر درېيمه برخه نفوس د واکسين د تطبيق لړۍ بشپړه کړې، يعنې دوه دوزه واکسين يې تزريق کړي دي، خو د ټيټ عايد لرونکو هېوادونو ته د رسېدلي واکسين شمېر د نړۍ تر ٪۰.۵ کم دی او په افريقا کې يوازې ٪۰.۵ خلکو دوه دوزه واکسين کړی دی.