د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۸مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر يانګ جيې چه په دې وروستيو کې د سويس په زوريچ کې د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو له مرستيال جاک سوليون سره ملاقات کړی او د روان کال له پای مخکې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د انلاين کتنې په اړه يې خبرې کړې دي.