روسيې د ولسمشر د مطبوعاتي چارو سکرتر پيسکوف د اکتوبر په اوومه نېټه وويل، چې ناټو روسي ډيپلوماتان شړلي او له روسيې سره يې نازکې اړيکې نورې هم تاوجنې کړې دي.
د روسيې ۲۴ نيوز د خبر له مخې، پيسکوف په خپلو خبرو کې ويلي، د ناټو هغه اعلاميه، چې وايي له روسيې سره عادي اړيکې غواړي، د دغه سازمان له کړنو سره په ټکر ده او د ناټو کړنې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو په ګټه نه دي.
د ناټو سرمنشي ستولټنبورګ په همدې ورځ په بروکسيل کې وويل، چې ناټو ځکه اته روسي ډيپلوماتان شړلي، چې دوی جاسوسي کوله. هغه زياته کړه، چې ناټو به د روسيې د بدو کړنو ضد اقدامات غوره کړي.
ستولټنبورګ له دې وړاندې له روسيې سره د ناټو اړيکې له سړې جګړې وروسته تر ټولو ټيټې سويې کې بللې وې.