د کندوز پر جومات ځانمرګي بريد ۴۶ کسان وژلي
CRI2021-10-09 14:18:01
شريکول:

 د کندوز ولايت د کلتور او اطلاعاتو ادارې د چارواکي په وينا، د اکتوبر پر اتمې نېټې د دغه ولايت په مرکز کې د شيعه ګانو پر يوه جومات د ځانمرګي بريد له امله ۴۶ کسان  وژل شوي او ۱۴۳ نور ټپیان شوي دي. د مرګ ژوبلې شمېر ښايي نور زيات شي. 

د داعش خراسان ډلې د ټولنيزو رسنيو پر خپلو پاڼو ليکلي، چې يو ځانمرګي بريدګر يې په دغه جومات کې په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي وچول.