سوريه: پر پوځي هوايي ډګر د اسرائيلي هوايي بريد له امله ۶ تنه ټپيان شول
CRI2021-10-09 14:27:10
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د اکتوبر پر ۸مه نېټه خبر ورکړ چې اسرائيلي پوځ د همدې شپې پر ۹ بجو او ۳۳ دقيقو د سوريې په منځنۍ خومس ايالت کې پر T4 پوځي هوايي ډګر څو توغندي وويشل. د سوريې د هوايي بريد ضد دفاعي سيستم زيا شمېر ويشلي توغندي رد کړل، خو ۶ سرتېري د دغه بريد له امله ټپيان شوي او ځينې ودانۍ هم ويجاړې شوې دي. 

( سپوږمۍ)