د چين او امريکا چارواکو د خپلو مشرانو د راتلونکي ملاقات په اړه بحث کړی
CRI2021-10-09 14:29:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر پر اتمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې کمېتې د بهرنيو چارو کمېسيون رئيس یانګ جه چي د سويس په سوريچ کې د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د ولسمشر له سلاکار جېک سوليون سره وکتل او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د هغه راتلونکي ملاقات په اړه یې بحث وکړ، چې ښايي د روان کال په پای کې په انلاين ډول ترسره شي.

ښاغلي جاو لي جيان په خپلو خبرو کې وويل، چې د چين او امريکا د چارواکو ترمنځ ياده کتنه د دواړو خواوو ترمنځ د پوهاوي لپاره رغنده رول لري. دواړو خواوو موافقه وکړه، چې د سپتمبر پر لسمه نېټه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د تليفوني خبرو پر مهال شوې موافقې تطبيق کړي، د نظريو زياتې تبادلې دې وکړي، د نظريو توپيرونه دې ښه کنټرول کړي او د تقابل مخه دې ونيسي، ګډې ګټې دې وساتي او سم لوري ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د بېرته ګرځولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.