شي جين پينګ : چينايان د بېلا بېلو هېوادونو د آرامۍ او نيکمرغۍ په هېله دي
cri2021-10-09 14:31:30
شريکول:

شي جين پینګ د اکتوبر پر ۹مه نېټه د چين د شين های انقلاب د ۱۱۰مې کليزې په يادغونډه کې وويل، د چين ملت هېڅکله په وينو کې پر نورو هېوادونو د تيری او باداري کولو هوډ نه لري. چينايان نه يوازې پرمختګ غواړي، بلکې هيله لري، چې د نورو هېوادونو خلک هم آرام او نيکمرغه ژوند ولري.

نوموړي وويل، چين به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې، د نړيوالې ادارې سيستم د بشپړېدو، د سولې، پرمختګ، عدالت، ديموکراسۍ او ازادۍ په ګډون ګټورو اصولو د خپرېدو، د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ يووالي د پياوړتيا، له زورواکې غوښتنې او سياست سره د مخالفت او د نړيوال نظام د ساتنې لپاره اغېزمن رول ولوبوي. (شکريه)