د چين او امريکا د سوداګرۍ استازو تليفوني خبرې وکړې
cri2021-10-09 18:25:44
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د صدراعظم مرستيال او له امريکا سره د اقتصادي ديالوګ استازي لیو هه د اکتوبر د نهمې نېټې په سهار د امريکا د سوداګرۍ له استازې کترين تای سره تليفوني خبرې وکړې. 

دواړه خواوې باور لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د دواړو خواوو او نړۍ لپاره ډېرې مهمې دي او بايد لا پياوړې شي. دواړو خواوو د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريز تړون د تطبيق وضعيت په اړه د نظريو تبادلې او موافقه يې وکړه، چې خپلمنځي ستونزې دې د سلامشورې له لارې هوارې سي.

ښاغلی ليو هه له امريکا څخه پر چين د اضافي ګمرکي تعرفو او بنديزونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه او د چين د اقتصادي پرمختګ او اړوندو تګلارو په اړه یې خپل دريځ څرګند کړ.