شي جين پينګ د اکتوبر پر ۹مه نېټه د چين د شين هاي انقلاب د ۱۱۰مي کليزې په يادغونډه کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين ځانګړتياوې لرونکې سوسياليستي لاره د چين ملت د بيا سمسورتيا يوازنې سمه لاره ده.
نوموړي وويل، چين بايد د پرمختګ او خپل واک، هر اړخيز اصلاحات او ورخلاصون ژور کړي، په پر له پسې ډول د هېواد د ادارې سيستم او عصري توان لوړ کړي، د ښه ژوند په اړه د خلکو ارمانونه پوره کړي او د خلکو د ګډي اقتصادي نېکمرغۍ لپاره نه ستومانه کوښښونه وکړي. (شکريه)