ملګري ملتونه: په ډېرو هېوادونو کې د بېلابېلو قومونو د بېوزلۍ کچې ډېر توپير لري
CRI2021-10-09 14:28:37
شريکول:

د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام(UNDP) د اکتوبر پر اوومه نېټه ((د ۲۰۲۱م کال د نړۍ د بېوزلۍ شاخص))راپور خپور کړ، چې له مخې يې په ډېرو هېوادونو کې د بېلابېلو قومونو د بېوزلۍ کچې ډېر فرق لري.

په دغه راپور کې ليکل شوي، چې د نړۍ په ۱۰۹ هېوادونو کې تر يو مليارډ او درې سوه ميليونه زيات کسان بېوزله دي او نژدې نيمه برخه يې تر ۱۸ کلنۍ کشران دي او ٪۸۵ يې صحرا ته په جنوبي افريقايي سيمه او جنوبي اسيا کې اوسيږي.