د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون په اړه د چين او روسيې ګډه اعلاميه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ د لوړې سويې څرګندوی دی
CRI2021-10-09 14:28:51
شريکول:

چين او روسيې د اکتوبر پر ۷مه نېټه د م.م د ۷۶مې عمومي اسامبلې د بې وسلې کولو او نړيوال امنيت کمېټې د غونډې په ترڅ کې د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون په اړه ګډه اعلاميه خپره کړه. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر پر ۸مه نېټه په دې اړه څرګنده کړه چې دا د دغې مسئلې په اړه د چين او روسيې لومړۍ ګډه اعلاميه ده. له دې څخه په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ نوې او لوړه سويه څرګندېږي او په ګرده نړۍ کې د بيولوژيکي امنيت او څواړخيزې ساتني په برخه کې د دغو دوو هېوادونو ټينګ هوډ او مسؤلانه رويه ښکاري. 

د خبر له مخې، په ياده ګډه اعلاميه کې پر دې ټينګار شوي، د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون د نړيوالې سولې او امنيت مهمه وسيله ده چې بايد په پوره او اغېزمنه توګه پلې شي او څواړخيزې څارنې او پلټنې دې تر سره شي. امريکا د خپل هېواد په دننه او بهر کې مختلف بيولوژيکي او پوځي فعاليتونه تر سره کوي چې پر چين، روسيې او نورو هېوادونو او سيمو سخت امنيتي ګواښي. خو دغه هېواد له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې تل په يواړخيزه توګه له څارنې او پلټنې سره مخالفت کړی او کوي يې چې د نړيوالې ټولنې د شکونو سبب شوی دی. د دغې ګډې اعلاميې له مخې، امريکا بايد د خپلو بيولوژيکي او پوځي فعاليتونو په اړه توضيحات وکړي او د څارنې او پلټنې له مخينيوي څخه دې لاس واخلي. 

( سپوږمۍ)