شي جين پينګ د جاپان له نوي لومړي وزير سره تليفوني خبري وکړې
CRI2021-10-09 14:26:26
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر پر ۸مه نېټه د جاپان له لومړي وزير فوميو کيسيدا سره تليفوني خبرې وکړې. 

شي جين پينګ د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې چين او جاپان نژدې ګاونډيان دي. د چين او جاپان ترمنځ د همکاريزو اړيکو ساتنه او پرمختګ د دواړو هېوادونو او خلکو له اساسي ګټو سره سمون لري او د اسيا حتی د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا په ګټه دی. دواړه هېوادونه بايد پخوانې تجربې زده کړي، د اړوندو اصولو درناوی دې وکړي، خپلمنځې سياسي موافقه دې پلې کړي، د تاريخ او تايوان په اړه مهمې او حساسې مسئلې دې ښه حل کړي، توپيرونه دې کنټرول کړي، پر سم لوري دې ګامونه پورته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ او عمومي حالت دې خوندي وساتي. 

د جاپان لومړي وزير فوميو کيسيدا پر تليفون باندې څرګنده کړه چې چين غواړي له چين سره يو ځای له تاريخي تجربو څخه ګټې واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د عادي کېدو د ۵۰مې کليزې په درشل کې خپلمنځي ثابت او رغنده اړيکې ټينګې کړي. 

( سپوږمۍ)