د طالبانو د سرپرست حکومت استازي به د څو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان د سياسي وضعيت په اړه خبرې وکړي
cri2021-10-09 18:11:15
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت استازي د اکتوبر پر اتمه نېټه له کابل څخه دوحې ته خوځيدلي او د څو هېوادونو له چارواکو سره به د دغه هېواد د سياسي وضعيت په باب بحث وکړي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وويل چې د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي، د معلوماتو او کلتور وزير خيرالله  خيرخوا او د استخباراتو د عمومي ادارې د مشر ملاه عبدالحق وثيق په شمول د طالبانو لوړ پوړي چارواکي به په دې بحثونو کې ګډون وکړي.

د رويټريز د خبر له مخې د امريکا پلاوی به د اکتوبر پر يوولسمه نېټه په دوحه کې د طالبانو له استازو سره ملاقات وکړي. دا به لومړی ځل وي چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ تر وتلو وروسته امريکایې لوری له طالبانو سره مخامخ ملاقات کوي.(غاټول)