د روغتيا نړیوال سازمان د تازه شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا په وخت د اکتوبر د اتمې نېټې په مازديګر تر شپږو بجو او ۴۹ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر۲۳۶۵۹۹۰۲۵ تنو ته رسېدلی چې تر تېرې ورځې ۴۵۰۹۷۰ تنه زيات دی. د کرونا وبا له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۴۸۳۱۴۸۶ تنه ښودل شوی چې د تېرې ورځې په پرتله ۷۸۸۰ تنه زيات دی.