د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت پلاوي د اکتوبر پر نهمه نېټه په دوحه کې د امریکا له پلاوي سره دوه ورځنۍ خبرې اترې پيل کړې. دا د روان کال له اګست وروسته کله، چې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي، د دواړو خواوو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې اترې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزير امير خان متقي ويلي، چې افغان پلاوي په دغه غونډه کې له امريکا څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان پيسې کنګل نه کړي، ځمکنۍ بشپړتيا ته يې بايد درناوی وکړي او په کورنيو چارو کې يې بايد مداخله ونه کړي. دواړو خواوو همدارنګه له افغانستان سره د بشري مرستو، د دوحې هوکړې پر عملي کېدو او يو شمېر نورو موضوعاتو هم بحثونه وکړل.
متقي زياته کړې، چې افغان پلاوی به په راتلونکو څو ورځو کې د اروپايي هېوادونو له استازو سره هم پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.