د چين د بشري حقونو د څېړنيز مرکز د کارپوهانو استازو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۸ مه غونډه کې ګډون وکړ او دغې غونډې ته يې په وينا کې د امريکا او لويديځو هېوادونو د بشري حقونو ستونزې وغندلې.
د چين کارپوهانو په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا او يو شمېر لويديځو هېوادونو له اوږدې مودې راهيسې ځينې لږکي د نژادي تبعيض او ختمولو له ګواښ سره مخ کړي او له شخصي وسله والو څخه په استفادې يې د نورو هېوادونو پر بشري حقونو تېری کړی دی، خو دغو هېوادونو پر خپلو تېروتنو سترګې پټې کړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې يې مداخلې کړې دي.
سربېره پردې دغو هېوادونو د کرونا ضد ډېره اندازه واکسين هم زېرمه کړی او د واکسين وېشل يې هم انحصار کړي، چې د وروسته پاتې هېوادونو د خلکو ژوند او روغتيا ته يې ډېر زيانونه رسولي دي.