چین به خامخا د ملي وحدت تاریخي دنده ترسره کړي
cri2021-10-10 11:26:30
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اکتوبر پر نهمه د شين های انقلاب د ۱۱۰مې کاليزې په مناسبت يادغونډه کې وويل، چې د چين د ملي وحدت تاريخي دنده به خامخا تر سره شي. له دغې څرګندونې څخه ښکاري، چې چين د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو لپاره ټينګه اراده لري.د يادغونډې په ځای کې د ګډونوالو له تودو چکچکو څخه د چيني ملت ګډه هيله هم څرګنديږي.

د چين د ملي وحدت لاسته راوړل د چيني ملت بنسټيزې ګټې ګڼل کيږي او د شين های انقلاب پاتې چارې هم دي.

يوسل لس کاله دمخه د سون جونګ شان په مشرۍ انقلابي مشرانو د شين های انقلاب پيل کړی، چې له امله يې مشروطه سلطنت پای ته رسېدلې او په اسيا کې لومړی جمهوري هېواد جوړ شوی  ؤ، خو د تاريخي او ټولنيزو شرایطو له کبله په شين های انقلاب کې د ملي خپلواکۍ او د خلکو د ازادېدو دنده په پوره توګه نه وه تر سره شوې او په دې سره د ملي وحدت مسئله هم حل نه شوه.

د چين د کمونېست ګوند تر جوړېدو وروسته د دوی په مشرۍ چينايانو ملي خپلواکي او ازادي تر لاسه کړې او په اقتصادي پرمختګ او ټولنيز ثبات کې يې عجيب کار جوړ کړی، چې د سون جونګ شان په شمول د شين های انقلابي مشرانو خوب رښتيا شوی دی. د تايوان مسئلې حل وفصل او د چين د ملي وحدت لاسته راوړل د چين د کمونېست ګوند تاريخي دنده ده، چې هېڅکله به یې پرېنږدي.

د تايوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو لپاره له سوله ييزو لارو چارو  د ملي وحدت لاسته راوړل د تايوانيانو په شمول د چيني ملت د ټولو خلکو له ګټو سره سمون لري، خو له چين څخه د تايوان بېلتون غوښتونکي د يو چين د پېژندلو له اصولو او په ۱۹۹۲ کال کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ په خبرو اترو کې له تر لاسه شويو ګډو نظريو څخه سرغړونه کړې او په ناوړه توګه يې د چين د ملي وحدت سوله يیز بهير ته زيانونه رسولي دي. په تېره بيا د تايوان اوسني مقامات واک ته تر رسېدو وروسته په اسيا او ارام سمندري سيمې کې د امريکا د ستراتېژۍ د پلي کولو په استفادې له دغه هېواد سره همغږي کړې او غواړي، چې ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته زيانونه ورسوي.

دا څرګنده ده، چې د تايوان بېلتون غوښتونکي د چين د ملي وحدت تر ټولو لوی خنډ دی او د چيني ملت د بيا سمسورتيا سخت ګواښ هم دی، نو بايد د دوی مخه ونيول شي. د چين حکومت ژمنه نه ده کړې، چې د دې مسئلې د حل وفصل لپاره له پوځي لارو چارو څخه لاس واخلي او د دغو بېلتون غوښتونکو او د دوی د ناوړو کړنو په مقابل کې به هر ډول اړين تدبيرونه ونيسي. د چين ګفتار له کردار سره یوشان دی. هېڅوک دې د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو لپاره د چينايانو ټينګې ارادې او پياوړي توان ته سپکاوی نه کوي.

په نړۍ کې يوازې يو چين شتون لري او خامخا به د ملي وحدت دنده تر سره کړي، چې دا د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ تمايل دی او په نوې زمانه کې د چيني ملت د بيا سمسورتيا اړينه غوښتنه هم ده. هغه کسان چې غواړي تايوان له چين څخه جلا کړي، خامخا به له خطرونو سره مخ شي.

روان کال نه يوازې د چين د شين های انقلاب له ۱۱۰مې کاليزې سره بلکې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کاليزې سره هم برابر دی.  فقید سون جونګ شان ويلي وو، چې ملي وحدت د چينايانو هيله ده. اوس د چین ستره برخه د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ په اړيکو کې لارښوونکی رول لوبوي، چې د چيني ملت د بيا سمسورتيا باور لا ټينګ شوی دی. د چين د ملي وحدت لاسته راوړل له تاريخي تمايل سره سمون لري او هېڅوک او هېڅ ځواک به د دغه تمايل مخه ونه  شي نیولای.