د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د اکتوبر پر نهمه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کندوز پر جومات ځانمرګی بريد په کلکه وغانده او دغه بريد يې د امريکا پلان وباله.
نوموړي وويل، چې د کندوز پر جومات بريد د مسلمانانو ترمنځ په اړيکو کې د نفاق د اچولو په موخه دی او دغه ډول افراطي ترهګريز فعاليتونه د امريکا تر ملاتړ لاندې روان دي، امريکا پدې وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د افراطي ډلو له فعاليتونو څخه ملاتړ کړی او له ريښې د دغو ډلو د له منځه وړلو مخه يې نيولې ده.
رييسي پر دې ټينګار وکړ، چې ايران به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.