ايران ۱۲۰ کيلوګرامه یورانیم غني کړي
cri2021-10-11 15:58:16
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومي انرژۍ اېجنسۍ مشر محمد اسلامي د اکتوبر په ۱۰مه نېټه وويل، په دغه هېواد کې د شلو سلنو خالصو يورانيمو زېرمتون له ۱۲۰ کيلوګرامو څخه اوښتی دی.

د ايران تسنيم اژانس د محمد اسلامي په قول خبر ورکړی، چې د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون له مخې، اړوندې خواوې بايد د ايران ذروي رياکتورونو ته شل سلنه خالص یورانيم برابر کړي، خو دوی تر اوسه نه دي برابر کړي، بلکې غني شوي یورانیوم د ايران ضروري سون مواد دي. (هيله)