ملګري ملتونه : چين د بيولوژيکي تنوع اغېزمن بریاليتوبونه رامنځته کړي
cri2021-10-11 14:05:20
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکيو خواوو ۱۵مه ستره غونډه به (COP15) د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې پيل شي، د دغه تړون اجرائيوي منشې مېرمن ايليزابيت ماروما مريما له دې غونډې مخکې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په غرض د چين د کوښښونو لوړه ستاينه وکړه.

نوموړې وويل، په چين کې د طبيعت ساتنې سيمو شمېر ۱۱ زره او ۸۰۰ ښودل شوی، چې عمومي مساحت يې له ۱۷۰ ميليونو هکتارو څخه هم پورته دی، دغه رقم د چين د خاورو ۱۸ سلنه جوړوي او دا د ( نړيوال پلان ) تر ټاکلې موخې هم زيات دی. برسيره پر دې، چين په يانګځه سيند ( د چين تر ټولو اوږد سيند ) کې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په پار پر کب نېونې ۱۰ کلن بنديز هم لګولی دی. (شکريه)