د امريکا او افغانستان پلاویو په دوحه کې خبرې کړي
cri2021-10-11 15:35:02
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۰مه نېټه ويلي، چې د دې هېواد حکومتي پلاوي د روانې میاشتې په ۹مه او ۱۰مه نېټه په دوحه کې د افغان طالبانو له جګپوړو استازو سره خبرې اترې وکړې. د دې وزارت وياند نيد پریس په همدې ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې امريکا په دغو خبرو اترو کې د امنيت، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د بشري حقونو او د امريکایانو او د افغان همکارانو د خوندي تګ راتګ په اړه څرګندونې کړي دي، دواړو خواوو افغانانو ته د امريکا لخوا د بشردوستي مرستو د برابرولو په هکله هم بحثونه کړي دي.     

د افغانستان د لنډمهاله حکومت د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اکتوبر په ۱۱مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت د دې هر کلی کوي چې امريکا له افغانستان سره بشردوستۍ مرستې کوي، هغه پر دې ټينګار کړی چې د طالبانو او امريکا لخوا د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ مياشت کې د دوحې سوله ييز تړون پوره تطبيق د اوسنۍ مسئلې د حلولو تر ټولو ښه لار ده. نوموړي زیاته کړې، چې که ضرور وي، دوی به په راتلونکې کې له امريکا سره دغه شان خبرو اترو ته دوام ورکړي. (هيله)