د جرمني او اسرايئل مشرانو ملاقات وکړ
cri2021-10-11 11:22:52
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل د اکتوبر په ۱۰مه نېټه په بيت المقدس کې د اسرائيل له لومړي وزير نفتلي بینیټ سره ملاقات وکړ. ميرکل یو ځل بيا د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې او د ايران د ذروي مسئلې په هکله د جرمني پر دريځ ټينګار وکړ. 

نوموړې تر ملاقات وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د مسئلې د حل لپاره د دواړو هېوادونو لایحه ستر اهميت لري او په خبرو اترو کې بايد له پامه ونه غورځول شي. د اسرائيلي یهودیانو د استوګنې مسئله د دواړو هېوادونو لایحې د عملي کېدو یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي. ميرکل په عين وخت کې له ايران څخه هم وغوښتل، چې په خبرو اترو کې بيا ګډون وکړي او له ښکيلو هېوادونو سره یو نوی تړون لاسليک کړي. (هيله)