د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو د ۱۵مې غونډې(COP15) لومړی پړاو به د اکتوبر له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د چین د یون نان ولایت په کون مینګ ښار کې پرانيستل شي. د مالوماتو له مخې، دغه غونډه به د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې او د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نيمايي کې په کون مينګ کې ترسره شي.
د چین د دولت رئيس شي جين پينګ به د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د COP15 په سرمشريزه غونډه کې انلاين ګډون او وينا وکړي. (هيله)