جاو لي جيان: امریکا د خپلو ګټو لپاره بېلا بېل موضوعات سياسي کوي
cri2021-10-11 17:09:33
شريکول:

روسيې په دې وروستيو ورځو کې څرګنده کړې، چې امريکا د طبيعي ګازو په تړاو د روسيې او اروپا د اړيکو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۱ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا تل هڅه کوي، چې د خپلو سياسي ګټو د لټولو لپاره بېلا بېلو مسئلو او موضوعاتو ته سیاسي رنګ ورکړي، چې نه يوازې يې د نړۍ ګڼو هيوادونو ته، بلکې خپلو ملګرو هيوادونو ته يې هم زيانونه رسولي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اکتوبر په اتمه نېټه وويل، چې امريکا د طبيعي ګازو په هکله د اروپا او روسيې ترمنځ اړيکو ته زيانونه رسولي، امريکايي چارواکي باید د طبيعي ګازو مسئلې ته سياسي رنګ ور نه کړي، ځکه د دغه هيواد ناوړې کړنې به پر روسيې او اروپا بدې اغيزې وکړي.

په دې هکله د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان وويل، چې امريکا هميشه د خپلو سياسي ګټو د لټولو لپاره بېلا بېلو موضوعاتو ته سياسي رنګ ورکړی، چې نه يوازې د نړۍ نورو هيوادونو بلکې خپلو ملګرو هيوادونو ته يې هم زيانونه رسولي دي.