د چين ساينس اکاډمي : چين د بيولوژيکي تنوع په څيړنيزو برخو کې تر نورو هېوادونو مخکې دی
cri2021-10-11 14:16:03
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو خواوو د ۱۵مې سترې غونډې د پيل په درشل کې، د چين د ساينس اکاډمۍ د بيولوژيکي تنوع کميټې او د نايابه ژويو د ورکېدو د مخنيوي کمېسيون د اکتوبر په ۱۰مه نېټه د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې د بيولوژيکي تنوع د ساتنې په ساحه کې د چين ستر برياليتوبونه اعلان کړل.

د يادې اکاډمۍ د بيولوژيکي تنوع کميټې مرستيال مدير او سرمنشي ما که پينګ وويل، د چين ساينس اکاډمي د بيولوژيکي تنوع د څيړلو او ساتلو څه باندې ۴۰ ادارې لري او په ۱۹ موزيمونو کې يې ۱۸ ميليونه او ۷ لکه بيولوژيکي نښې نندارې ته ايښي، چې دغه رقم د هېواد د بيولوژيکي نښو د عمومي شمېر ۵۰ سلنه جوړوي.

د مالوماتو له مخې، چين تېر کال د ژونديو موجوداتو کابو ۲۴۰۰ ډوله کشف کړي، چې دغه رقم د نړۍ د دغې څيړنيزې برخې ۱۰ سلنه جوړوي. (شکريه)