د چين د ازادۍ بښونکي پوځ : هند دې د اوسني وضعيت په اړه ناسم اټکل نه کوي
cri2021-10-11 14:08:29
شريکول:

د چين د ولسي بخښوونکي پوځ د لوېديځې جنګي سيمې وياند لونګ شاو هوا د چين او هند د اردو قوماندانونو د ۱۳م پړاو خبرو اترو په اړه وويل، چې چين د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ساتنې او د سرحدي سيمو د حالاتو د ښه والي لپاره ډېر کوښښونه کړي او پوره صداقت يې ښودلی، خو هند لا هم په غير واقعي او بې اساسه ادعا ټينګار کوي او د خبرو اترو پر وړاندې خنډونه جوړوي. د ملي حاکميت د ساتنې په اړه د چين ټينګ هوډ او اراده به هېڅکله بدله نه شي، هند دې د اوسني وضعيت په اړه ناسم اټکل نه کوي، اړوند پرېکړه ليکونه او ګډې نظريې دې مراعت کړي او د سرحدي سيمې د سولې او آرامۍ لپاره دې صداقت وښيي او واقعي کوښښونه دې وکړي. (شکريه)