د شينجيانګ مسئلې په اړه مطبوعاتي ناسته (۳)
CRI2021-10-12 14:39:40
شريکول:

 ځينو لويديځو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې د جعلي معلوماتو او درواغو په خپرولو سره د شينجيانګ مسئلې په تړاو پر چين بې بسنټه تورونه لګولي او د شينجيانګ د بشري حقونو په پلمه يې د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسونه کړې ده.

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت د اکتوبر په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې د شينجيانګ مسئلې په اړه مطبوعاتي ناسته تر سره کړه. د شينجيانګ د خلکو استازو په انلاين ډول د دغې ناستې له ګډونوالو سره خپلې تجربې شريکې کړي او د شينجيانګ په اړه يې د چين ضد امريکايي او لويديځو کړيو ناوړې نظريې رد کړې.

د شينجيانګ د ختن سيمې د ښځو ۵ استازو په دغه ناسته کې د ښځو د سياسي حق، د ولادت حق، د روغتيا حق، د ښوونې حق او د روزګار د برابرۍ حق په اړه خپلې تجربې شريکې کړي او هغه بې بنسټه او ناوړوه خبرې او نظريې يې رد کړي، چې ګواکې په شینجيانګ کې د ملي لږکيو د ښځو پر حقونو تيری کيږي.