له يوو  چنګ: امريکا دې خپله سوداګريزه تګلاره بدله کړي
cri2021-10-12 16:00:28
شريکول:

د امريکا د سوداګرۍ استازې کېسلين تای په دې وروستيو ورځو کې په خپلو خبرو کې د امريکا او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو بيا تړل کېدل ياد کړي او دا يې هم ويلي چې امريکا به د چين د غير بازاري کړنو پر وړاندې د مقابلې لپاره له ملګرو هېوادونو سره همکارۍ وکړي. د چين د بهرنیو چارو د وزير مرستيال له يوو چنګ په دې وروستيو ورځو کې د سي جي ټي اين له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې امريکا بايد خپله سوداګريزه تګلاره بدله کړي.

هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې چين او امريکا ګډې ګټې لري.په داسې حال کې امريکا له تېرې يوې مودې راهيسې له چين سره اقتصادي اړيکې پرې کړي، خو بيا هم تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت لاهم په سلو کې ۸ اعشاریه ۸ زيات شوی او د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې دغه ارزښت په سلو کې ۳۶.۶ زيات شوی دی او په دې سره يې کلني سوداګريز ارزښت ۴۷۰ مليارډو ته رسيدلی دی. چين هيله لري چې امريکا خپله سوداګريزه تګلاره بدله کړي او د مشورو او سياسي هڅو له لارې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اوسنی رکود مات کړي.(غاټول)