افغان طالبان به له اروپايي ټولنې سره خبرې وکړي
CRI2021-10-12 14:13:51
شريکول:

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت د خارجه وزارت سرپرست امير خان متقي پر ځايي وخت د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبر ورکړ چې د دوی حکومت به په ۱۲مه نېټه په دوحا کې له اروپايي ټولنې سره مذاکرات وکړي. هغه څرګنده کړه چې طالبان غواړي له مختلفو هېوادونو سره سالمې اړيکې ټينګې کړي او په دې باور دي چې برابرې نړيوالې اړيکې له بې ثباتۍ څخه د افغانستان د خلاصېدو په ګټه دي. د ده په خبره افغان طالبان اوس له زياتو هېوادونو سره په مثبتو خبرو اترو بوخت دي. هغه په دې وروستيو ورځو کې د جرمني او برېتانيا له چارواکو سره هم کتنې کړې دي.

( سپوږمۍ)