د شينجيانګ مسئلې په اړه مطبوعاتي ناسته (۱)
CRI2021-10-12 10:37:47
شريکول:

 ځينو لويديځو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې د جعلي معلوماتو او درواغو په خپرولو سره د شينجيانګ مسئلې په تړاو پر چين بې بنسټه تورونه لګولي او د شينجيانګ د بشري حقونو په پلمه يې د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسونه کړې ده.

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت د اکتوبر په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې د شينجيانګ مسئلې په اړه مطبوعاتي ناسته تر سره کړه. د شينجيانګ د خلکو استازو په انلاين ډول د دغې ناستې له ګډونوالو سره خپلې تجربې شريکې کړي او د شينجيانګ په اړه يې د چين ضد امريکايي او لويديځو کړيو ناوړې نظريې رد کړې.

په چين کې د امريکا سفارت د روان کال په جنورۍ کې پر ټولنيزو رسنيو ويلي وو، چې (( په شينجيانګ کې پر اسلامي دين د چين حکومت بدنيزونه په پر له پسې توګه روان دي،هلته پر عيدګاه جومات هغه څړېدلې لوحه نه تر سترګو کيږي، چې تر ۱۰۰ کلونو زيات تاريخ لري. ))

د شينجيانګ د اسلامي ټولنې مرستيال او د کاشغر د عيدګاه جومات امام اماماتي جامع له نوموړي جومات څخه په انلاين ډول په ياده ناسته کې د دغې لوحې په اړه معلومات ورکړل.

د جامع په ويډيو کې ليدل کيږي، چې دغه لوحه د عيدګاه جومات پر لوی تالار ځړېدلې ده. هغه وويل، چې دغه لوحه په ۱۹۸۲م کال کې جوړه شوې او د اوږدې مودې د استفادې له امله زيانمنه شوې، نو په ۲۰۱۷م کال کې د ځايي مسلمانو او د تاريخي اثارو د ساتنې ادارې په غوښتنې بيا ترميم شوې ده.