د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو د ۱۵مې سترې غونډې لومړی پړاو د اکتوبر د يوولسمې نېټې په ماسپيښين د چين د يون نان ولايت د کون مينګ ښار د ديان جه په نوم د نړيوالې نندارې په مرکز کې پرانيستل شو او څلور ورځې په دوام وکړي.
د بيولوژيکي تنوع تړون په ۱۹۹۳م کال کې په رسمي ډول نافذ شوی او تر اوسه ۱۹۶ هېوادونو امضا کړی دی.
د دې تړون د امضا کوونکو ستره غونډه په هرو دوو کلونو کې يو ځل تر سره کېږي. (شکريه)